نافع الخیر د آنلاین تجارت خدمتونو لومړنی هغه شرکت ده چې د آنلاین تجارت په برخه کې په رسمي ، قانوني او معیاری ډول خدمات عرضه کوي نوموړی شرکت د رسمي جواز تر څنګ د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژی وزارت موافقه او تشویق هم له ځانه سره لري.
د نوموړي شرکت مرکزی دفتر کابل کې ده او هر ځای کې کولی سي خدمات عرضه کړي نافع الخیر شرکت د ویپ پاڼې / موبایل اپلکیشن چې Nafiee.com نومول سوی د نافع الخیر آنلاین تجارت خدمتونو شرک اصلي موخه اقتصادي ، تجارتي او ټولنیزې اسانتیاوې برابرول دي دا اپلکیشن تاسي ته د خورا مصون اکونت جوړولو تر څنګ د هر ډول مشروع فایل پوسټ کولو تجارتې اعلاناتو اسپانسر کولو اسانتیا هم لري تر څو یي نړیوال او یا ستاسی د د خوښې وړ وګړي تولیدات محصولات او خدمات وګوري خپل نظر پرې څرګڼد کړي او له ملګرو سره یې شریک کړي. په عمومې پوسټونو کې د تجارتي پوسټ څانګه هم فعاله ده که چېرې تاسې یو تجارتی پوسټ کوی نو د هغه موقعت قیمت او شرایطو لپاره هم ځانګړی فورم په نظر کې نیول سوی .او که چیرې تاسې وغواړی په وړیا ډول کولای سی خپل اکونټ مو د شرکت د یوه رسمي غړي په توګه په وړیا ډول راجستر کړی. بله برخه يې چې ځانګړې بڼه لړي یوازي د تجارتي موخوله پاره پرې VIP اکونټ جوړیږی او یوازې اعتباري برندونه، خدماتی ،تولیدي کورني او بهرني شرکتونه او حقوقی اشخاص کولای سي په کښي برخه واخلي او خپل محصولات نړیوال او کورنې بازار ته وړاندې کړي.
بله برخه يې چې ځانګړې بڼه لړي یوازي د تجارتي موخوله پاره پرې VIP اکونټ جوړیږی او یوازې اعتباري برندونه، خدماتی ،تولیدي کورني او بهرني شرکتونه او حقوقی اشخاص کولای سي په کښي برخه واخلي او خپل محصولات نړیوال او کورنې بازار ته وړاندې کړي.
لکه څنګه چې پوهیږی په افغانستان کې د آنلاین تجارت په برخه کې داسې کوم څرک نه تر سترګو کیده چې وکولای سي د افغانانو آنلان تجارت تنده ماته کړي، له یوې خوا مو هیواد د بهرنیو تعزیرونو له امله نسو کولای نړیوال انلاین بازار ته مستقیما د بهرنیو شرکتونو له لاري پیر او پلور وکړو او له بلې خوا د پردیو شرکتونو د تبعیضی او تعصبی چلند له امله هغه زموږ نیمګړي هڅې هم زیامنې دي او د مالي زیان تر څنګ له ګڼو رواني ستونزو سره یې هم مخ کړي یو د بیلګې په توګه بهرني شرکتونه سره د دې چي د اعلانانو له لارې زموږ د تجارانو او کارباریانو څخه په لکونو دالر اخلي اما بیا هم هره ورځ زموږ اکوتنونه را بلاک کیږي او هغه پانګونه مو په اوبو لاهو کوي او یا هم افغانانو ته د مستقیم ګډون اجازه نه ورکوي نو ویلی سو چې هیڅ کومه ملي او ټولینزه ګټه نلري .
له مذهبی او ټولنیز اړخه هم بهرني شرکتونه خورا زموږ د هیواد په زیان دي د بیلګې په ډول که لږ پام وکړو دوی هغه څه تنظیم کړي چې د هیواد د اتباعو تر مینځ نفاق کرکه او بی اعتمادي رامینځه ته کړي او عامه اذهان فقط تر آنلاین فحاشۍ پورې محصور وساتي او سپما یې لوټ کړي.
نو موږ دا ضرورت او اړتیا له هر اړخه محسوس کړه ترڅو داسي اقدام وکړو چې پر بنسټ يې وکولای سو هیواد والو ته معیاري منظم او قانوني آنلاین خدمات د تجارت او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې وړاندې کړو.
په درناوي
د نافع الخیر شرکت ریاست
انلاین بازار خدمتونو ته به له اسلامي ، افغاني او انساني ارزښتونو سره سم په شفاف عادالانه او متوازن ډول لاسرسی ولرو.
د قیمتونو او کیفتونو پرکنترو سربیره به په انلاین او حضوري بازار کې په پیر او پلور کې د درغلیو او احتکار مخه ډب سي .
هیوادوال کوالای سي د قیمتونو د ګراف له پورته کیدو او کښته کیدو هر لحظه خبر سي او په بازر کي د برند او غیر برند توکو توپیر وکولی سي
یوه بله اصلی ښیګڼه مو دا ده چې له دې سره به په افغانستان کې پانګونې ته څو چنده ډیره زمینه برابره سي هغه داسې چې ځینې شرکتونه او اشخاص د توکو د پلور له ستونزو سره مخ دي او نسې کولای خپل محصولات مخامخ په مارکیت کې وپلوري دوی مجبوریږي خپل توکي په دریم او حتی څلورم لاس تر مشتري ورسوي آن تر دي چې د جعلکارانو لخوا د دوی د تولیداتو جعلی کاپی بازار ته وړاندې کیږي چې له دې کار سره د قیمتونو په لوړیدا منفی اغیز کوي. نو موږ دغه ستونزه حل کړې موږ ستاسې محصولات په لمړي او دوهم لاس تر مشتری او مصرفونکي رسوو. چې ورسره به تولیدې او تجارتي شرکتونه له دغې اسانتیا د الله په مرسته برخمن سي.
بله ښیګڼه مو هغه بهرنیو او کورنیو شرکتونو او پانګوالو لپاره ده چې تازه غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي اما نه پوهیږي په کومه برخه کي اړتیا ده . یاهم یوه څانګه یي ټاکلې اما بیاهم مشکوک ده د رقابت کچه د بازار وضیعت او سیالان نه پیژني ، نو موږ تاسي ته دغه ستونزه در حل کړې او کولای سو د مختصص او تجربه لرونکو کدرونو په واسطه په بازر کې میداني او عملی تحقیق وکړو د عرضې او تقاضا تناسب پیدا کړو او پایلې یې تاسې سره شریکې کړو چې له دې سره به د پانګوالولۍ له ناکامه تجربو او د وخت له ضیاع څخه مخنیوی وسي.
هغه هیوادوال چې بیکاره دي او غواړي انلاین تجارت وکړي موږ ورته اسانتیاوی په پام کې نیولې دوی کولای سي داخلي توکي بهر کې په انلاین ډول وپلوري او یا هم کولای سی بهرني توکي خپل هیواد ته وارد کړي موږ دوی په رسمي ډول د نافع الخیربرند په توګه له ځان سره ثبت وو او د پروموشن او اسپانسر اسانیا هم ورته برابر وو چې له دی سره به له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره سي او له بلې خوا به د بهرنیو بی ګټې شرکتونو مضر فعالیت ته بهانه ختمه سي.
ټولنیزې برخې فعالینو ته هم د ټولینزو فعالیتونو لپاره د پوسټ یا خپراوي تر څنګ د وړیا اړیکو ټینګولو خدمتونه په پام کې نیول سوی عامه کابران کولای سي په انلاین ډول پیمنټ وکړي او په سټور کې شته توکي وپیري او که چیرې وغواړي وروسته د امتعې له تسلیم کیدو بیع خلاصه کړي. موږ هڅه کوو خپل فعالیت له مراکزو ولسوالیو بانډو او کلیو ته هم وغزوو او هر څه ستاسې تر کوره در ورسوو چې ورسره به د انلاین پیر او پلور په برخه کې د هر ډول تقلب او درغلی مخه ډب سي او له بلې خوا به د یوې سالمي ټولنیزې پانې له لارې اقتصادي، ادبي ، فرهنګي ، تعلیمي ، رسینیزي او ټولنیزي چاري له اسلامي افغانی او انساني احکامو ادابو او اصولو سره سم په منظم ډول پر مخ لاړي سي.
هیڅ داسي کړنې ته به په قطعي ډول اجازه نه ورکول کیږي چې له مذهبي او اقتصادي اړخه د نورو له ارزښتونو او منافعو سره په ټکر کې وي.
په تجارتي معاملاتو او قرار دادونو کې د خلا او مغلیقیت له امله د راپورته کیدونکو اخلافاتو د حل په موخې به با صلاحیت محکمه د نافع الخیر شرکت د مقر محکمه وي.
تولې بیعې به له شرعي اړخه حلالې او هیڅ ډول حرامو توکو او معاملاتو به اجازه نه ورکول کیږي او د نافع الخیر شرکت به یې فوراُ مخه نیسي؛ دغې چارې ته د رسیدګي په موخه به نافع الخیر شرکت به د یوې وتلې دارالافتاء سره رابطه ټنګوي.
له هر شرکت سره به د قرار داد محتوا د شرکتونو او متشبثینو د برند ،شهرت، ،قمیت ، کیفیت، ترانسپورتیشن او ګودامدارۍ په پام کې نیولو سره قرار داد منعقد کیږي.
نافع الخیر شرکت د ټولو فعالیتونو موخه به ملي اونړیوالو ارزښتونو ته تحقق وربښل وي اصلي هدف به يې بشریت ته اسانتیا برابرول ملي او نړیوالو ټولمنلو نورمونو او پرنسیبونو ته درناوی وي.